بنو : د بنو د سب ډویژن وزیر په پینګ موسیٰ خېلو، هاتي خېلو سیمه کې ،د اګست د ۱۴مې او ۱۵مې، ترمنځ د شپې د وسله والو د یو دعوه شوي برید پر مهال ځايي خلکو له بریدګرو سره مقابله کړې ده. د سیمې اوسېدونکي وايي، چې وروسته پولیسو هم د هغوي د مرستې لپاره وسلې او اړین سامان ورکړی دی.

د هاتي خېلو اوسېدونکي ،محمد ګل خان وزیر، ویلي دي، چې وسله والو د شپې پر مهال د دوي پر کلي برید وکړ او د اوږدې مودې لپاره یې ډزې وکړې. د نوموړي په وینا، ځايي خلکو هم په ځواب کې ډزې وکړې او د بریدګرو مقابله یې وکړه.

محمد ګل خان وزیر، چې وايي په مقابله کې یې برخه اخیستې، دعوه کړې ده چې له سهار کېدو وروسته هم د وسله والو له خوا د کواډکاپټر الوتکو په وسیله بریدونه وشول.

هغه ویلي دي، چې د وضعیت له خرابېدو وروسته یې د بنو له ډي پي او کېپټن ریټایرډ ،محمد فرقان بلال، او د اړوند سرکل له ډي اېس پي سره اړیکه ونیوله او د مرستې غوښتنه یې وکړه، ځکه د هغه په خبره، د سیمې له خلکو سره د مقابلې لپاره مناسبې وسلې او نور اړین وسایل نه وو.

د محمد ګل خان وزیر په وینا، پولیسو د هغوي له غوښتنې وروسته ورسره سمدستي مرسته وکړه او اړین سامان او وسلې یې ورکړې. بلخوا، د بنو ضلعي پولیسو او د ترهګرۍ ضد ادارې، سي ټي ډي، د صدر پولیس تاڼې په حدودو کې د بازار احمد خان په سیمه کې په یو ګډ استخباراتي عملیات کې دوه شکمن کسان نیولي دي.

پولیس وايي، چې عملیات د بنو د ډي پي او کېپټن ریټایرډ محمد فرقان بلال په مشرۍ ترسره شوي دي.

پولیسو دعوه کړې ده چې له نیول شویو کسانو څخه څلور کلاشنکوفونه، لس شاجورونه، یو بندولیر، یوه ډرون الوتکه، دوه لېپټاپونه، پنځه موبایل ټیلیفونونه، د مخابرې یوه وسیله او یوه تېره وسله ترلاسه شوې ده.

پولیس وايي، چې له نیول شویو شکمنو کسانو څخه پلټنې روانې دي او د عملیاتو هدف په سیمه کې د امنیت ټینګښت او د شکمنو فعالیتونو مخنیوی و.

تر اوسه د هاتي خېلو د شپېني برید، د احتمالي مرګ‌ ژوبلې او د بریدګرو د هویت په اړه د پولیسو بشپړ رسمي تفصیل نه دی خپور شوی، او د کواډکاپټر بریدونو دعوه هم په خپلواکه توګه نه ده تایید شوې.