بر دیر : د پاکستان د ازادۍ ورځې په مناسبت په بر دیر ضلعه کې د شجرکارۍ ځانګړی کمپاین ترسره شوی، چې په ترڅ کې یې د ضلعې په بېلابېلو سیمو کې په مجموعي توګه ۱ لک ۹۴ زره نیالګي کېنول شوي دي.

ضلعي انتظامیې ویلي دي، چې دغه کمپاین د بر دیر ډپټي کمشنر منظور احمد اپریدي په ځانګړو لارښوونو د دیر کوهستان د ځنګلاتو محکمې له خوا ترسره شوی دی. د کمپاین په ترڅ کې د ضلعې په سرکاري دفترونو، سرکاري سکولونو، تعلیمي ادارو او بېلابېلو عامه ځایونو کې نیالګي کېنول شوي دي.

د چارواکو په وینا، په بین دره، براول، شرینګل او د ضلعې په نورو سیمو کې هم د شجرکارۍ فعالیتونه ترسره شوي او خلکو ته د چاپېریال ساتنې او د ونو د اهمیت په اړه پوهاوی ورکړل شوی دی.

د ځنګلاتو محکمې ویلي دي، چې د دې کمپاین موخه د شنو سیمو زیاتول، د طبیعي چاپېریال ساتنه او د راتلونکو نسلونو لپاره د پاک او روغ چاپېریال برابرول دي.

چارواکي وايي، په بر دیر ضلعه کې د شجرکارۍ دغه کمپاین د پاکستان د ازادۍ ورځې د فعالیتونو برخه وه او هڅه کېږي چې د نیالګیو له کېنولو سره یو ځای د هغوي ساتنې ته هم پاملرنه وشي.