بدخشان : د افغانستان په بدخشان ولایت کې د نسي ولسوالۍ د روانو نښتو په تړاو داسې راپورونه خپاره شوي دي چې د طالبانو د لوړپوړو امنیتي چارواکو ترمنځ د عملیاتو د څرنګوالي او د ځانګړو ځواکونو د استولو پر سر اختلاف پیدا شوی دی؛ په همدې حال کې ،د اګست په ۱۴مه، د طالبانو دفاع وزارت تایید کړې چې په سیمه کې یې یوه چورلکه زیانمنه شوې، خو وايي دا چورلکه نه ده ویشتل شوې.
سرچینې وايي، چې د طالبانو دفاع وزیر محمد یعقوب مجاهد، د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني او د استخباراتو مشر عبدالحق وثیق د استخباراتو د مرستیال تاجمیر جواد له هغه اقدام څخه ناخوښه دي چې د جمعه خان فاتح د بې وسلې کولو لپاره یې ځانګړي ځواکونه نسي ته استولي دي.
د سرچینو په وینا، شاوخوا ۳۰۰ د «بدري» ځانګړو ځواکونو سرتېري د جمعه خان فاتح او د هغه د کسانو د بې وسلې کولو لپاره سیمې ته استول شوي وو. دعوه کېږي چې دا اقدام د طالبانو د نورو مهمو امنیتي ادارو او مشرانو له بشپړې همغږۍ پرته شوی و.
تر اوسه محمد یعقوب مجاهد، سراج الدین حقاني، عبدالحق وثیق او تاجمیر جواد په علني توګه د دې دعوو په اړه څه نه دي ویلي، او د طالبانو د لوړپوړو امنیتي مشرانو ترمنځ د اختلاف دا راپور په خپلواکه توګه نه دی تایید شوی.
جمعه خان فاتح په بدخشان کې یو بانفوذه طالب قوماندان بلل کېږي. په وروستیو کې د هغه او د طالبانو د مرکزي مشرتابه ترمنځ د سیمه ییز واک، د ځواکونو د قوماندې او د وسلو د سپارلو پر سر اختلافونه زیات شوي دي.
په همدې روان کړکېچ کې د طالبانو د یوې چورلکې د زیانمنېدو په اړه هم دوه بېلابېل روایتونه وړاندې شوي دي. د جمعه خان فاتح اړوندو سرچینو دعوه کړې وه چې د طالبانو یوه چورلکه د دوي د کسانو په برید کې ویشتل شوې او غورځېدلې ده.
خو د طالبانو دفاع وزارت دا دعوه رد کړې ده. د وزارت ویاند عنایت الله خوارزمي ویلي دي، چې چورلکه د ناستې پر مهال له یوې ستنې سره د څرخ د لګېدو له امله زیانمنه شوې او په پېښه کې هېڅوک نه دي ژوبل شوي.
په دې توګه، د طالبانو دفاع وزارت په رسمي ډول د چورلکې زیانمنېدل مني، خو دا ردوي چې ګنې چورلکه د جمعه خان فاتح د کسانو په برید کې ویشتل شوې وي. د چورلکې د پېښې دواړه روایتونه تر اوسه په خپلواکه توګه نه دي تایید شوي، نو لا هم روښانه نه ده چې چورلکې ته د جګړې پر مهال زیان رسېدلی او که د ناستې پر وخت د یوې پېښې له امله.
په تېرو ورځو کې د نسي او شاوخوا سیمو وضعیت ترینګلی شوی او د طالبانو د سیمه ییزو ځواکونو او د جمعه خان فاتح د کسانو ترمنځ نښتې شوې دي. راپورونه وايي، چې طالبانو سیمې ته اضافي ځواکونه استولي او د جمعه خان فاتح د کسانو د بې وسلې کولو هڅه کوي.
که د طالبانو د لوړپوړو امنیتي مشرانو ترمنځ د اختلاف دعوه تایید شي، نو دا به وښيي چې د بدخشان روانه شخړه یوازې د یوه سیمه ییز قوماندان او مرکزي مشرتابه ترمنځ نه ده پاتې شوې، بلکې د امنیتي ادارو ترمنځ د عملیاتو د واک، همغږۍ او پرېکړو مسئله هم ورسره تړل شوې ده.


شال نیوز