کابل : د طالبانو پخواني قوماندان ،حمید خراساني، په تازه څرګندونو کې د هغه څه په اړه چې د طالبانو د یو شمېر پښتنو قوماندانانو تعصب او زور ویل بللي، سخته نیوکه کړې ده. خراساني ،د اګست په ۱۴مه، په یو ویډیوي پېغام کې د طالبانو قوماندانانو ته ویلي دي چې دی چمتو دی د خپلې مخالفت پایلې، ان په دار ځړول کېدل هم ومني، خو د تبعیضي چلندونو پر وړاندې به چوپ پاتې نه شي.
هغه ویلي: “په دار ځړول منم، خو ستاسو تعصب هېڅکله نه.” خراساني همداراز ټینګار کړی دی چې د ده په وینا، د پښتنو طالبانو زور ویل او بدماشي د دوي لپاره د منلو وړ نه ده او د داسې چلندونو پر وړاندې به ودرېږي.
عبدالحمید خراساني چې په حمید خراساني مشهور دی، د افغانستان د پنجشېر ولایت یو پخوانی سیمه ییز قوماندان او د طالبانو تر واک لاندې حکومت پورې اړوند یو پخوانی امنيتي مسؤول دی، چې په هېواد کې د سیاسي او نظامي بدلونونو پر مهال د خپلو لفظي څرګندونو او ناندریزو کړنو له امله ډېر یاد شوی دی.
د جمهوریت پر مهال د پنجشېر یو له سرسختو او ناندریزو کسانو څخه و، چې د امنیتي ځواکونو له لوري پر جرمونو او د ملي بیرغ په سپکاوي هم تورن او زنداني شوی و. په ۲۰۲۱م کال کې پر افغانستان د طالبانو تر بیا واکمنېدو وروسته یې له طالبانو ملاتړ اعلان کړ او یو وخت د پنجشېر د امنیه قوماندانۍ د امنیت د امر په توګه هم وټاکل شو.
هغه وروسته بیا د ځینو سیمه ییزو نښتو، په حکومتي صفوفو کې د اختلافاتو او پر خپلو خپرو شویو ویډیويي پیغامونو له امله د ځینو چارواکو سره په ناندریو شو او وخت ناوخت د طالبانو د حکومت ناراضه کس بلل شوی دی.


شال نیوز