کابل : افغان خبریال ،سمیع یوسفزي،د اګست په ۱۴مه، پر «ایکس» په یوه تازه لیکنه کې د پښتنو پر ضد د قامي تعصب، سپکاوي او نفرت خپرولو غندنه کړې او ویلي یې دي، چې که دا چلند د «خراساني»، «افغانستاني»، «افغان نه یم» یا د نورو قامي او قبیلوي شعارونو تر نوم لاندي کېږي، د افغانستان تاریخي او ټولنیز حقیقت نه شي بدلولی.
یوسفزي ویلي دي، چې پښتانه د افغانستان د تاریخ، ټولنې او هویت یوه مهمه او برخلیک ټاکونکې برخه ده او په لفظي سپکاوي یا د هغوي د هویت په ردولو دا حقیقت له منځه نه ځي.
نوموړي استدلال کړی دی چې طالبان د پښتنو استازي نه دي او د طالبانو د کړنو مسوولیت باید د ټول پښتون قام پر غاړه وانه چول شي. د هغه په وینا، د طالبانو په پلمه پښتنو ته سپکاوی او قامي کنځلې کول برعکس د طالبانو دریځ پیاوړی کولی شي.
یوسفزي د افغانستان پخوانیو پښتنو واکمنانو ته هم اشاره کړې او ویلي یې دي چې د ظاهر شاه، محمد داود خان او حامد کرزي په واکمنیو کې غیرپښتنو ته د دولت او ټولنې په بېلابېلو برخو کې ځای ورکړل شوی و. هغه دا هم ویلي دي چې په تېرو تاریخي پړاوونو کې له منځنۍ اسیا څخه افغانستان ته د روسانو له ظلمونو تښتېدلو مسلمانانو ته په شمالي افغانستان کې د ژوند او مېشتېدو حق ورکړل شوی و.
یوسفزي د جمهوریت پر مهال د واک د وېش په اړه هم نیوکه کړې او دعوه یې کړې ده چې ځینو لږکیو ته تر خپل نفوس زیات سیاسي سهم ورکړل شوی و، تر دې چې ،د ده په خبره، له یوې ولسوالۍ څو وزیران په حکومت کې شامل وو.
نوموړي خبرداری ورکړی دی چې دوامداره قامي سپکاوی متقابل قامي غبرګون پیدا کولی شي او دا ډول فضا د افغانستان د ټولو خلکو لپاره خطرناکې پایلې لرلی شي.
سمیع یوسفزي د خپلې لیکنې په پای کې قامي او نسلي تعصب «حرام او ناسم عمل» بللی او له خلکو یې غوښتي دي چې له قامي نفرت، سپکاوي او د یو بل د هویت له ردولو ډډه وکړي.


شال نیوز