میرام شاه : د شمالي وزیرستان ضلعي انتظامیې اعلان کړی دی، چې د اګست پر ۱۶مه، به د سهار له پنځو بجو د ماښام تر اوو بجو پورې په ضلعه کې د امنیتي ځواکونو تګ راتګ او نقل و حرکت روان وي.
ضلعي انتظامیې له خلکو غوښتي دي چې په دې موده کې خپلې ورځنۍ چارې محدودې کړي او له قانون نافذوونکو ادارو سره همکاري وکړي.
په سرکاري اطلاعیه کې دا هم ویل شوي دي چې د شپې له لسو بجو څخه د سهار تر شپږو بجو پورې د خلکو پر تګ راتګ لګېدلی پخوانی بندیز به هم پر خپل ځای برقرار وي.
انتظامیې له خلکو غوښتي دي چې د امنیتي محدودیتونو خیال وساتي او د غیر ضروري تګ راتګ څخه ډډه وکړي.
د یادونې وړ ده چې د ضلعي انتظامیې په اطلاعیه کې د ورځې د امنیتي حرکت لپاره وخت د سهار له پنځو تر ماښام اوو بجو ټاکل شوی، په داسې حال کې چې د شپې موجود بندیز د شپې له لسو تر سهار شپږو بجو پورې دی.


صفدر داوړ