کابل : د افغانستان متحده جبهه وايي، چې ځواکونو یې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هلمند او کندهار ولایتونو په بېلابېلو سیمو کې درې عملیات کړي دي چې ،د دوي په دعوه، پنځه طالب غړي پکې وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.

جبهې د جمعې په ورځ ،د اګست پر ۱۴مه، په خپره کړې اعلامیه کې ویلي دي، چې لومړی برید د هلمند د مرکز لښکرګاه ښار د لومړۍ امنیتي حوزې پر یوې پوستې شوی دی چې په نتیجه کې یې دوه طالب غړي وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.

 



د متحدې جبهې په وینا، په دویم برید کې د لښکرګاه ښار د اوومې امنیتي حوزې اړوند د بولان په سیمه کې دوه نور طالب غړي وژل شوي دي. جبهه زیاتوي، چې درېیم هدفي عملیات یې د کندهار د دامان ولسوالۍ په اړوندو سیمو کې کړي چې ،د دوي په دعوه، یو طالب غړی پکې وژل شوی دی.

متحدې جبهې دعوه کړې چې په دغو بریدونو کې په نښه شوي کسان د افغانستان د پخوانیو امنیتي او دفاعي ځواکونو په نیولو، شکنجه کولو او وژلو او د عامو خلکو په ځورولو کې لاس درلود. د دغې دعوې خپلواک پخلی نه دی شوی.

طالبانو تر اوسه د دغو بریدونو او د اعلان شوې مرګ‌ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي. د شال نیوز له خوا هم د جبهې د ورکړل شویو شمېرو خپلواک تایید ممکن شوی نه دی.