باجوړ : د باجوړ ضلعې د برنګ په کوهي سر سیمه کې پر پولیس پوسته د وسله والو د برید پر مهال وژل شوي پولیس سرتېري ،ظاهر شاه، د جنازې لمونځ د باجوړ پولیس لاین کې ادا شوی دی. د باجوړ پولیسو په وینا، ظاهر شاه ،د اګست په ۱۴مه، د کوهي سر پولیس پوستې د برید پر مهال له وسله والو سره په مقابله کې وژل شوی و.

د جنازې په لمانځه کې د باجوړ ضلعي پولیس افسر، ډپټي کمشنر، د پولیسو د پلټنو څانګې مشر، د پولیسو افسرانو او اهلکارانو، د ضلعي انتظامیې چارواکو، باجوړ سکاوټس افسرانو، د وژل شوي پولیس د کورنۍ غړو، قامي مشرانو او د سیمې اوسېدونکو ګډون کړی دی.

د جنازې پر مهال د باجوړ پولیسو مشر د ظاهر شاه له کورنۍ سره خواخوږي څرګنده کړې او ویلي یې دي چې پولیس به د خپلو وژل شوو سرتېرو قربانۍ هېرې نه کړي. نوموړي ویلي دي، چې په سیمه کې د وسله والو پر ضد د پولیسو هوډ پر خپل ځای دی او دا ډول بریدونه به د امنیتي ځواکونو حوصله کمزورې نه کړي.

د پولیسو د بیان له مخې، پولیس، ملکي انتظامیه او نورې امنیتي ادارې په باجوړ کې د امن د ټینګښت او د خلکو د سر او مال د خوندیتوب لپاره په ګډه کار کوي. پولیسو ویلي دي، چې د برید په اړه پلټنې روانې دي او د بریدګرو د موندلو لپاره په اړوندو سیمو کې امنیتي اقدامات دوام لري.