کابل : د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد دعوه کړې ده چې پاکستان د طالبانو یو شمېر سیاسي او وسله والو مخالفینو ته بلنه ورکړې، مېلمه پالنه یې کړې او هڅه کوي چې هغوي ته په خپله خاوره کې د فعالیت لپاره مرکزونه، دفترونه او خوندي ځایونه برابر کړي.
مجاهد ،د اګست په ۱۳مه، له ،دویچه ویله، سره په خبرو کې ویلي دي، چې د طالبانو د حکومت معلومات ښيي چې د دوي یو شمېر مخالفین پاکستان ته بلل شوي او هلته ورسره ناستې او خبرې شوې دي. هغه دعوه کړې چې اسلام اباد هڅه کوي د طالبانو مخالفو ډلو ته د فعالیت لپاره زمینه برابره کړي، څو له پاکستانه د افغانستان دننه خپل فعالیتونه تنظیم کړي.
مجاهد د بدخشان وروستیو نښتو ته په اشاره دا دعوه هم کړې چې پاکستاني پوځیان د دغه ولایت د ځینو سیمو په وروستیو جګړو او د طالبانو د مخالفو وسله والو په فعالیتونو کې لاس لري.
خو د پاکستاني پوځیانو د مستقیم ګډون په اړه د مجاهد دغه دعوه تر اوسه د کومې خپلواکې سرچینې له خوا نه ده تایید شوې او پاکستاني چارواکو هم په رسمي توګه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.
د طالبانو ویاند ویلي دي، چې حکومت یې د داسې فعالیتونو د مخنیوي لپاره اقدام کوي او ،په خبره یې، هېڅ لوري ته به اجازه ورنه کړي چې افغانستان ناامنه کړي.
بلخوا، د طالبانو ځینو وسله والو مخالفو ډلو د پاکستان د ملاتړ په اړه د مجاهد تورونه رد کړي دي. هغوي ویلي دي چې له اسلام اباد سره یې اړیکې د طالبانو د دعوو په کچه نه دي او د طالبانو د پخوانیو اړیکو یادونه یې کړې چې د جمهوریت پر مهال یې له پاکستان سره لرلې.
د افغانستان په شمال ختیځ بدخشان کې په وروستیو اوونیو کې د طالبانو او د هغوي د مخالفو وسله والو ترمنځ نښتې زیاتې شوې دي. وروستیو جګړو، په ځینو سیمو کې د طالبانو د مخالفو وسله والو فعالیتونو او د امنیتي وضعیت خرابېدو دا اندېښنې زیاتې کړې دي چې ښيي په شمال ختیځ افغانستان کې د طالبانو پر ضد وسله وال مقاومت پراخ شي.
پاکستان تر دې مخکې هم د طالبانو یو شمېر بهر مېشتي سیاسي مخالفین او د پخواني افغان حکومت ځینې څېرې اسلام اباد ته د غونډو او خبرو لپاره بللې دي. دا ډول تماسونه په داسې وخت کې زیات شوي چې د کابل او اسلام اباد اړیکې د سرحدي نښتو، امنیتي تورونو او د تحریک طالبان پاکستان پر سر له سخت ترینګلتیا سره مخ دي.
طالبان پاکستان تورنوي چې د دوي له مخالفینو سره اړیکې پراخوي، خو پاکستان بیا پر کابل تور پورې کوي چې تحریک طالبان پاکستان ته په افغانستان کې خوندي ځایونه ورکول کېږي؛ هغه تور چې طالبان یې ردوي.


شال نیوز