نوي ډیلي : افغانه خبریاله صوفیه محمدزۍ د سرطان ناروغۍ له امله د هند په نوي ډیلي ښار کې مړه شوې ده. د نوموړې پخواني همکاران وایي، چې محمدزۍ د درملنې لپاره له هلمند څخه هند ته تللې وه او ،د اګست په ۱۳مه، سهار یې ساه ورکړه. د همکارانو په وینا، نوموړې په وروستیو کلونو کې له سختو اقتصادي ستونزو سره هم مخ وه.
د افغانستان د رسنیو ملاتړ سازمان (امسو) د نوموړې مړینه د هېواد د رسنیو لپاره ضایعه بللې ده.
په افغانستان کې د رسنیو اقتصادي کمزورتیا او پر خبریالانو د محدودیتونو له امله ګڼ شمېر خبریالان بې روزګاره شوي او له اقتصادي ستونزو سره مخ دي. تېرې اوونۍ یو شمېر خبریالانو د صوفیه محمدزۍ د درملنې لپاره د مالي مرستو راټولولو کمپاین هم پېل کړی و.


شال نیوز