کندوز : د افغانستان د ملي مقاومت جبهې دعوه کړې ده چې ،د اګست په ۱۲مه، ماښام یې د کندوز په ولایت کې د طالبانو د ۲۱۷ عمري قول اردو پر مرکز راکټي برید کړی دی.
د سیمې ځینو سرچینو هم په کندوز کې د چاودنې د غږ اورېدل تایید کړي، خو تر اوسه دا نه ده روښانه شوې چې برید طالبانو ته مرګ ژوبله یا مالي زیان اړولی دی که نه.
طالبانو تر دې دمه د دې دعوې په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی او د برید د څرنګوالي او احتمالي مرګ ژوبلې په اړه معلومات هم په خپلواکه توګه نه دي تایید شوي.


شال نیوز