کابل : د افغان طالبانو د دفاع وزیر ،مولوي محمد یعقوب مجاهد، پاکستان ته خبرداری ورکړی دی چې د طالبانو له زغم او حوصلې دې ناسمه استفاده نه کوي او ویلي یې دي، چې که د افغانستان پر وړاندې د اسلام‌ اباد اوسنۍ تګلاره همداسې دوام وکړي، طالبان به هم پر خپلو پالیسیو له سره غور وکړي.

محمد یعقوب مجاهد دا څرګندونې له طلوع نیوز سره په ځانګړې مرکه کي کړې دي. د مرکې بشپړه برخه لا نه ده خپره شوې، خو په خپرو شویو برخو کې نوموړي د پاکستان په اړه د طالبانو دریځ په سختو ټکو بیان کړی دی.

مجاهد ویلي دي، چې طالبانو تر اوسه له پاکستان سره په اړیکو کې له زغم او حوصلې کار اخیستی، خو ،د ده په وینا، اسلام‌ اباد باید دا دریځ د کمزورۍ په معنا وانخلي.

هغه خبرداری ورکړی دی چې که د افغانستان پر وړاندې اوسنی وضعیت او تګلاره دوام وکړي، د طالبانو حکومت به اړ شي چې پر خپلو پالیسیو هم له سره غور وکړي. د نوموړي د دې څرګندونو نور تفصیل به د مرکې له بشپړې خپرېدو وروسته روښانه شي.

د طالبانو د دفاع وزارت تر دې وړاندې هم ویلي وو چې کابل له پاکستان سره د ستونزو د هواري لپاره خبرو او تفاهم ته لومړیتوب ورکوي، خو د افغانستان د خاورې دفاع خپل حق او مسئولیت ګڼي.

د پاکستان او طالبانو اړیکې په وروستیو کلونو کې په ځانګړې توګه د تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي، د فعالیتونو پر سر سختې ترینګلې شوې دي.

اسلام‌ اباد پر طالبانو تور لګوي چې د ټي ټي پي وسله والو ته په افغانستان کې خوندي ځایونه او د فعالیت زمینه برابره شوې ده. طالبان دا تورونه ردوي او وايي، چې د افغانستان خاوره به د بل هېواد پر ضد د استعمال لپاره پرې نه ږدي.

د دواړو خواوو ترمنځ ترینګلتیا په وروستیو کلونو کې څو ځله تر سرحدي وسله والو نښتو او پوځي اقداماتو هم رسېدلې ده. پاکستان د افغانستان دننه د ټي ټي پي د مرکزونو پر ضد د عملیاتو دعوه کړې، خو طالبانو دا ډول اقدامات د افغانستان د حاکمیت سرغړونه بللې ده.

د امنیتي اختلافاتو ترڅنګ د دواړو هېوادونو ترمنځ سرحدي تګ راتګ، سوداګري او ترانزیت هم په وار وار د سیاسي او امنیتي ترینګلتیا له امله اغېزمن شوي دي. له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو روان بهیر هم د کابل او اسلام‌ اباد په اړیکو کې یوه بله لانجمنه موضوع ده.

د یعقوب مجاهد تازه څرګندونې په داسې وخت کې مخې ته راغلې دي چې د کابل او اسلام‌ اباد ترمنځ د اړیکو د ښه کولو لپاره سیمه‌ ییزې ډیپلوماتیکې هڅې روانې دي، خو د ټي ټي پي، سرحدي امنیت او د یو بل پر خاوره د بریدونو مسئلې لا هم د دواړو خواوو ترمنځ د اختلاف تر ټولو مهم ټکي دي.