ډومېل : د بنو د ډومېل په سیمه کې د بحمالي پمپ سره نږدې، پر سده خېل روډ د دوو کسانو مړي موندل شوي دي چې د لومړنیو معلوماتو له مخې په ډزو وژل شوي دي.
دواړه وژل شوي کسان د ممندخېل وزیر سیمې اوسېدونکي بلل کېږي. د پېښې له اطلاع وروسته د سول ډیفنس چیف وارډن معصوم وزیر هم د پېښې ځای ته رسېدلی دی.
د پېښې نه پس د وژل شویو کسانو خپلوانو او د سیمې خلکو مړي د میرام شاه پر سړک ایښي او احتجاجي پرلت یې پېل کړی دی.
احتجاج کوونکي دعوه کوي چې دواړه کسان شاوخوا شل ورځې وړاندې د یو عملیات پر مهال د پولیسو د امن کمېټۍ له خوا نیول شوي او وروسته پولیس لاین ته انتقال شوي وو.
د کورنیو په دعوه، دغه کسان ،د اکست په ۱۲مه، ماښام په مبینه توګه وژل شوي او ،د اګست په ۱۳مه، یې مړي د سړک غاړې ته موندل شوي دي. شال نیوز په خپلواکه توګه دغه دعوې نه دي تایید کړي.
احتجاج کوونکو تور پورې کړی چې په سیمه کې خلک نیول کېږي او وروسته یې مړي له بېلابېلو ځایونو موندل کېږي. د دوې په وینا، کورنیو ته دا معلومات هم نه ورکول کېږي چې خپلوان یې ولې نیول شوي او د هغوي د مرګ ذمه واري د چا پر غاړه ده.
د وژل شویو کسانو خپلوانو له حکومته د پېښې د شفافو او بې طرفه پلټنو غوښتنه کړې او ویلي یې دي، چې که په پېښه کې څوک ککړ ثابت شي، باید د قانون منګولو ته وسپارل شي.
احتجاج کوونکو خبرداری ورکړی دی چې که د دوي غوښتنې و نه منل شي او انصاف ورسره و نه شي، د دواړو کسانو مړي به پېښور ته یوسي او هلته به خپل احتجاج ته دوام ورکړي.
تر دې دمه د بنو پولیسو یا اړوندو حکومتي ادارو د کورنیو د نیولو او وژلو د دعوو په اړه رسمي دریځ نه دی خپور کړی. د پولیسو د رسمي مؤقف تر ترلاسه کېدو پورې د مظاهره چیانو تورونه دعوې دي او په خپلواکه توګه یې پخلی نه دی شوی.


صفدر داوړ