ناوګۍ : د باجوړ ضلعې د تحصیل ناوګۍ په سرحدي سیمه چارمنګ کې د بارودو چاودنې له امله دوه ښځې سختې ژوبلې شوې دي.

د لومړنیو معلوماتو له مخې، چاودنه ، د اګست په ۱۳مه، د چارمنګ په شاه خاني سیمه کې شوې ده. په پېښه کې ژوبلې شوې دواړه ښځې د درملنې لپاره سمدستي روغتون ته رسول شوې دي، چې روغتیايي حالت یې د اندېښنې وړ بلل شوی دی.

د معلوماتو له مخې، چاودېدونکي مواد د وچو لرګو په ډیري کې اېښودل شوي وو خو دا نده روښانه چې هدف یې څوک و. همداراز د چاودنې د نوعیت او ذمه وارانو په اړه تر دې دمه رسمي تفصیلات نه دي مخې ته راغلي.

د پېښې وروسته په سیمه کې امنیتي ادارو پلټنې پېل کړې دي او د نورو معلوماتو انتظار کېږي.