بدخشان : د افغانستان د بدخشان ولایت په نسي ولسوالۍ کې د طالبانو او د هغوي د ناراضي سیمه‌ ییز قوماندان جمعه‌ خان فاتح د کسانو ترمنځ جګړې زور اخیستی او سیمه‌ ییزې سرچینې وايي چې نښتې د ولسوالۍ په څو سیمو کې روانې دي.

د اګست په ۱۲مه، په یوه خپاره شوي غږیز پیغام کې، چې جمعه‌ خان فاتح ته منسوب بلل کېږي، هغه خپلو کسانو ته د جګړې د پېل او د خپلو پلانونو د عملي کولو امر کوي. په پیغام کې نوموړی وايي چې جګړه روانه ده او ملګري یې باید «که کوم پلان لري، پېل یې کړي». د دغه غږیز پیغام کره‌ والی تر اوسه په خپلواکه توګه نه دی تایید شوی.

تازه راپورونه وايي ،د اګست پر ۱۲مه، د نسي ولسوالۍ په خوغز، دوابګي، خونیس او اېل‌ رمه سیمو کې جګړه شدیده شوې ده. سرچینې وايي، چې نښتې د ځايي وخت د سهار له شاوخوا لسو بجو وروسته لا پسې زور اخیستی دی.

 

د سرچینو په وینا، د فاتح ځواکونو په دوابګي او سرکوه سیمو کې د طالبانو دوې پوستې نیولې او نښتې اوسمهال په دولواخ سیمه کې روانې دي. شوریان، جوې دره، شاخ‌ دره سیمې او د نسي د کلیوالو سیمو لویه برخه د فاتح د ځواکونو تر ولکې لاندې راغلي، خو طالبان لا هم د ولسوالۍ مرکز په خپل کنټرول کې لري.

 

طالبانو د ولسوالۍ کلینیک په خپله ولکه کې اخیستی او د سیمې د اوسېدونکو تګ راتګ یې محدود کړی دی. همداراز، د طالبانو چورلکې او بې‌ پیلوټه الوتکې د سیمې پر سر د ګزمې په حال کې دي او د ولسوالۍ په ځینو برخو کې مخابراتي او انټرنېټي اړیکې پرې شوې دي.

 

په ورته مهال خبریال ،سمیع یوسفزي، په بدخشان کې د طالبانو د چارواکو له قوله راپور ورکړی دی چې د دغو نښتو په پایله کې د طالبانو پنځه غړي وژل شوي او ۱۶ نور ټپیان شوي دي. د هغه په وینا، د طالبانو لږ تر لږه پنځه ځواکونه لادرکه شوي هم دي.

 

د طالبانو او جمعه خان فاتح ترمنځ دا جګړه ،د اګست پر ۱۱مه، ماښام پېل شوې وه. د لومړنیو راپورونو له مخې، د طالبانو یو شمېر کسان د جمعه‌ خان فاتح تر نفوذ لاندې سیمې ته ورغلي وو او د هغه له کسانو یې د وسلو او رېنجر موټرو د سپارلو غوښتنه کړې وه؛ له همدې شخړې وروسته د دواړو لورو ترمنځ ډزې پېل شوې.

 

په نسي کې د طالبانو ولسوال د سیمه‌ ییزو مشرانو په مرسته د دواړو خواوو ترمنځ د منځګړیتوب هڅې کوي. هغه کسان چې د نښتو پر مهال نیول شوي وو، د سرچینو په وینا، د همدې منځګړیتوب له لارې خوشي شوي دي.

د جمعه‌ خان فاتح او د طالبانو د مشرتابه ترمنځ اختلاف له څو میاشتو راهیسې روان دی. راپورونه وايي، چې اختلاف په بدخشان کې د نفوذ او د سرو زرو د کانونو پر کنټرول راڅرخي. طالبانو د جون په میاشت کې فاتح د زابل د مرستیال والي له دندې لیرې کړ، خو نوموړي په بدخشان، په ځانګړي ډول د درواز په سیمو کې خپل سیمه‌ ییز نفوذ ساتلی دی.

تر دې دمه د طالبانو مرکزي او د بدخشان سیمه‌ ییزو چارواکو ،د اګست په ۱۲مه، د روانو نښتو په اړه رسمي بیان نه دی خپور کړی.