بنو : د بنو د ډومېل پولیس تاڼې په حدودو کې د نالي کاشو پولیس چوکۍ باندې ،د اګست په ۱۱مه، درې پرله‌ پسې ډرون بریدونه شوي دي. پولیس وايي، په دغو بریدونو کې چاته ځاني زیان نه دی اوښتی.

 

د پېښې له راپور کېدو وروسته اړوندو چارواکو په سیمه کې د امنیتي وضعیت ارزونه پېل کړې ده. تر اوسه د بریدګرو د هویت، د بریدونو د هدف او په بریدونو کې د کارول شویو ډرونونو د نوعیت په اړه نور رسمي جزییات نه دي خپاره شوي. د برید مسوولیت کومې ډلې نه دی منلی.