کوټه : د بلوچستان هایي کورټ درې نویو اېډیشنل ججانو ،د اګست په ۱۱مه، د خپلو عهدو لوړه وکړه. د بلوچستان هایي کورټ چیف جسټس محمد کامران خان ملاخېل له درېواړو نویو ججانو لوړه واخیسته.
په لوړه کوونکو ججانو کې جسټس محمد رؤف عطا، جسټس الله داد روشان او جسټس عبدالقیوم لهړي شامل دي، چې د بلوچستان هایي کورټ د اېډیشنل ججانو په توګه یې خپلې دندې پېل کړې.
د لوړې مراسم د بلوچستان هايي کورټ په اډیټوریم هال کې ترسره شول، چې پکې د هایي کورټ ججانو، د عدلیې افسرانو او کارکوونکو، د وکیلانو د تنظیمونو مشرانو او ګڼ شمېر وکیلانو ګډون کړی و.
په مراسمو کې نویو ججانو ته مبارکي ورکړل شوه او هیله څرګنده شوه چې هغوي به د پاکستان د اساسي قانون او نورو نافذه قوانینو له مخې خپلې عدالتي دندې په بې طرفۍ او ایماندارۍ ترسره کړي.
د معلوماتو له مخې، د پاکستان ولسمشر په بلوچستان هایي کورټ کې د دغو درې اېډیشنل ججانو د ټاکنې منظوري ورکړې وه. درېواړه ججان د یو کال لپاره ټاکل شوي او د هغوي د دندې موده د لوړې له ورځې پېلېږي.
تمه ده چې د نویو ججانو له ټاکنې سره به په بلوچستان هايي کورټ کې د عدالتي چارو د ترسره کېدو بهیر چټک او د ځنډېدلو مقدمو په اورېدنه کې به اسانتیا رامنځته شي.


نعيم اچکزئي