باجوړ : د باجوړ ضلعي انتظامیې او د صحت محکمې په تحصیل ناواګۍ کې د غیرمستندو طبي مرکزونو او عطايي ډاکټرانو پر ضد عملیات کړي او ۱۰ غیرقانوني کلینکونه، مېټرنېټي هومونه او د غاښونو کلینکونه یې تړلي دي.
د باجوړ ضلعي انتظامیې په وینا، دغه کارروایي ،د اګست په ۱۰مه، د ډپټي کمشنر عدنان فرید په لارښوونه د صحت محکمې له خوا د عطاییت ضد کمپاین په ترڅ کې شوې ده. چارواکي وايي، چې د عملیاتو پر مهال د یوشمېر غیرقانوني طبي مرکزونو چلوونکو ته شوکاز نوټسونه او خبرداري هم ورکړل شوي دي.
د صحت محکمې ویلي دي، چې د خلکو له روغتیا او ژوند سره د لوبو اجازه به هېچا ته ور نه کړل شي او د مستند ډاکټر له نسخې پرته د انجکشن لګول یوه جدي او د قانون له مخې د نیولو وړ سرغړونه ده. محکمې خبرداری ورکړی چې د داسې فعالیتونو پر ضد به د قانون او محکمانه اصولو له مخې سخت اقدامات کېږي.
د باجوړ د صحت محکمې ویلي دي، چې په ضلعه کې د غیرمستندو او عطايي کسانو پر ضد به بې توپیره کارروایۍ دوام ولري او له خلکو یې هم غوښتنه کړې ده چې د غیرقانوني کلینکونو او غیرمستندو طبي فعالیتونو په اړه اړوندې ادارې ته معلومات ورکړي.


حسبان الله باجوړې