روم : په ایټالیا کې د افغانستان پخواني سفیر او د تېر جمهوري نظام پر مهال د ولسمشر ویاند ،وحید عمر، د طالبانو پر روانو تګلارو سختې نیوکې کړې او ویلي یې دي چې طالبان د افغانانو سپکاوی کوي، د خبرو لار یې محدوده کړې او د خلکو پر شخصي او ټولنیز ژوند یې پراخ واک ټینګ کړی دی.

 

وحید عمر ،د اګست په ۱۰مه، په خپله فېسبوک پاڼه کې طالبانو ته په خطاب کې لیکلي دي چې د خلکو خبرې نه اورېدل کېږي، سپکاوی ورسره کېږي او د ښځو د ژوند په اړه پرېکړې هم د طالبانو له خوا کېږي.

 

هغه لیکلي: «انسان مې نه بولې، خبرو ته نه کېنې، ټولو ته چپه او راسته توهین کوې، د ښځو د ژوند واک دې په خپل لاس کې اخیستی، په ۲۰۲۶م کال کې دې د استخدام او کار معیار قبضه ږیره او لونګۍ ده. خلاصه دا چې ۴۰ میلیونه انسانان دې یرغمل کړي او غواړې له ځان سره یې اوومې پېړۍ ته بوځې.»

 

وحید عمر په همدې پوسټ کې د طالبانو پر ضد د وسله ‌وال مخالفت موضوع هم یاده کړې او پوښتنه یې کړې چې که د خلکو لپاره د سیاسي خبرو او اعتراض نورې لارې بندې وي، نو هغوي ته کومه لاره پاتې کېږي.

هغه لیکلي: «بیا چې چا وسله واخیسته، وایې دا بغاوت دی. نو خلک بله کومه لاره لري؟»

 

طالبانو تر اوسه د وحید عمر د دغو څرګندونو په اړه کوم تازه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.

 

په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته یوشمېر وسله‌ والو مخالفو ډلو د طالبانو پر ضد فعالیتونه پېل کړي دي. په دغو ډلو کې د افغانستان د ازادۍ جبهه، د ملي مقاومت جبهه او ځینې نورې وړې وسله‌ والې ډلې شاملې دي، چې وخت ناوخت په کابل، بدخشان او ځینو نورو ولایتونو کې د طالبانو پر ځواکونو د بریدونو دعوې کوي.

 

دغې ډلې زیاتره د کمین، ناڅاپي بریدونو او کوچنیو چریکي عملیاتو دعوې کوي، خو د دوي د ډېرو بریدونو او مرګ‌ ژوبلې دعوې په خپلواکه توګه تاییدول ستونزمن وي.

 

په کابل، بدخشان او د هندوکش په ځینو غرنیو سیمو کې وخت ناوخت د وسله‌ والو مخالفینو او طالب ځواکونو ترمنځ د نښتو راپورونه هم خپرېږي. سره له دې، تر اوسه هېڅ یوې مخالفې وسله ‌والې جبهې نه ده توانېدلې چې په دوامداره توګه کومه ولسوالۍ یا پراخه جغرافیایي سیمه د طالبانو له کنټروله وباسي او خپله اداره پرې ټینګه کړي.

 

طالبان د وسله‌ والو مخالفو ډلو فعالیتونه «بغاوت» او د امنیت پر ضد اقدامات بولي، خو مخالفې جبهې بیا خپل فعالیتونه د طالبانو د نظام پر ضد «مقاومت» ګڼي.