کابل : د افغانستان او ترکمنستان لوړپوړو چارواکو په هرات کې د ټاپي ګازو نل لیکې، ټاپ برېښنا پروژې، سوداګرۍ او ترانسپورټي همکاریو د پراختیا په اړه خبرې کړې دي.
د افغانستان د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت ،د اګست په ۱۰مه، ویلي دي، چې د ترکمنستان د ملي رهبر ،قربانقلي بردي محمدوف، په مشرۍ پلاوي د ،ملا عبدالغني برادر اخند، په ګډون له افغان چارواکو سره نساته کړې.
معاونیت وایي، چې په ناسته کې د ټاپي پروژې د پرمختګونو، په هرات کې د ګازو د وېش شبکې، د ګازو د بیې، د لاجورد لارې، د هرات - تورغونډۍ اوسپنې پټلۍ او د ترکمنستان له بندرونو څخه د افغانستان د سوداګریزو توکو د لېږد پر اسانتیاوو بحث کړی دی.
د سرچینې په وینا، ترکمنستان چمتووالی ښودلی دی چې په نږدې راتلونکي کې په هرات کې د ټاپي د ګازو د وېش شبکې او ټاپ برېښنا پروژې عملي چارې پېل کړي. د دواړو لورو ترمنځ د یادو پروژو د تعقیب او عملي کېدو لپاره د یوې ګډې کمېټۍ پر جوړولو هم هوکړه شوې ده.


شال نیوز