مېدان وردګ : د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي، چې امنیتي ځواکونو ،د اګست په ۱۰مه، د میدان وردګو ولایت د نرخ ولسوالۍ په مربوطاتو کې ۱۳۴ کیلوګرامه نشي توکي نیولي دي.
د وزارت په وینا، دغه نشي توکي له بدخشان څخه هلمند ته د قاچاق پر مهال په یو موټر کې کشف او ضبط شوي او په تړاو یې څلور کسان نیول شوي دي. نیول شوي کسان به له لومړنیو څېړنو وروسته عدلي او قضایي ادارو ته وسپارل شي.


شال نیوز