کراچۍ / کابل : د پاکستان د کراچۍ دارالعلوم دارالافتاء ویلي دي، چې ښځې او نجونې کولی شي د اسلامي حجاب په رعایت او له نارینوو څخه په بېلو تعلیمي مرکزونو کې زده ‌کړه وکړي، چې طبي زده‌ کړې هم په کې شاملې دي.

 

دا فتوا د بي‌ بي درانۍ په غوښتنه ،د اګست په ۱۰مه، صادره شوې ده. درانۍ په پاکستان کې د هریپور ښار افغانه کډواله ده او د مې پر ۱۷مه یې له دارالعلوم کراچۍ څخه غوښتنه کړې وه چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو د زده‌ کړو، په ځانګړې توګه د طب، نرسېنګ او ښوونې د برخو په اړه خپل شرعي نظر څرګند کړي.

 

درانۍ په خپله غوښتنه کې ویلي وو چې په پاکستان کې ګڼې افغانې ښځې او نجونې د حجاب په رعایت سره په طبي کالجونو، نرسېنګ مرکزونو او نورو تعلیمي ادارو کې زده‌ کړې کوي؛ خو د افغان کډوالو د ایستلو د روان بهیر له امله کورنۍ اندېښمنې دي چې افغانستان ته له ستنېدو وروسته به د خپلو لوڼو د زده‌ کړو راتلونکی څه وي.

 

هغې غوښتنه کړې وه چې په افغانستان کې هم د اسلامي حجاب په چوکاټ کې او له نارینوو څخه په بېل تعلیمي نظام کې د ښځو زده‌ کړې دوام ومومي. د دارالعلوم کراچۍ دارالافتاء په ځواب کې ویلي چې د طب په څېر برخو کې د ښځو زده‌ کړه، د شرعي شرایطو په رعایت سره، روا ده.

 

په فتوا کې ټینګار شوی دی چې د ښځو تعلیمي مرکزونه باید له نارینوو څخه بېل وي او د ښځو او نارینوو ګډ تعلیمي چاپېریال باید موجود نه وي. ښځې باید تعلیمي مرکزونو ته د تګ راتګ پر مهال شرعي حجاب هم رعایت کړي.

 

دارالعلوم کراچۍ ویلي دي، چې د ښځو زده ‌کړه باید تر ډېره د ښځینه ښوونکو لخوا ترسره شي. که ښځینه ښوونکې موجودې نه وي، نو باوري او صالح نارینه ښوونکي کولی شي د شرعي شرایطو په رعایت او د پردې تر شا ښځو ته زده‌ کړه ورکړي.

 

په فتوا کې له زده‌ کړو وروسته د دندې پر مهال هم د حجاب او نورو شرعي احکامو پر رعایت ټینګار شوی دی.

 

دا فتوا په پاکستان کې پر ټولنیزو شبکو په پراخه کچه خپره شوې ده. د پاکستان د ولسمشر ویاند هم دا فتوا په خپل اېکس حساب کې بیا خپره کړې ده.

 

طالبانو په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر لوړو زده‌ کړو او په طبي انسټېټیوټونو کې د هغوي پر زده ‌کړو بندیز لګولی دی. طالبان وایي، چې د ښځو او نجونو د زده‌ کړو لپاره لا هم لازم شرایط نه دي برابر شوي.

 

په افغانستان کې د میندو د مړینې لوړه کچه او روغتیايي خدمتونو ته د ښځو محدود لاسرسی د ښځینه روغتیايي کارکوونکو د کمښت په اړه اندېښنې زیاتې کړې دي. افغانستان دا مهال په نړۍ کې یوازینی هېواد دی چې ښځې او نجونې په کې له منځنیو او لوړو زده‌ کړو محرومې دي.