بکاخېل : د بنو د بکاخېلو په تاڼه کې پر دنده پولیس سرتیری ،انورالله خان، د اګست په ۱۰مه، د بنو - میرام شاه پر سړک، د حمزه تبلیغي مرکز ترڅنګ، د ناڅرګندو وسله والو په ډزو کې وژل شوی دی.
د پولیسو په وینا، پېښه د بکاخېلو په سیمه کې د تبلیغي جومات ترڅنګ شوې، چې وسله والو پر پولیس سرتیري انورالله خان ناڅاپه ډزې وکړې. هغه سخت ټپي شو او د ټپونو له امله یې په ځای ساه ورکړه.
پولیس وایي، چې بریدګر له پېښې وروسته تښتېدلي دي. د پېښې له خبر سره سم د پولیسو درنه نفري سیمې ته ورسېده، سیمه یې کلابنده کړه او د بریدګرو د موندلو لپاره یې په نږدې سیمو کې د لټون عملیات پېل کړل.
د پولیسو له خوا په بېلابېلو ځایونو کې ناکه بندي هم شوې، څو د بریدګرو د تېښتې لارې وتړل شي. چارواکي وایي، چې د پېښې شواهد راټولېږي او د برید په تړاو پلټنې روانې دي. د پولیسو مشرتابه د پېښې نوټس اخیستی او اړوندو افسرانو ته یې د بریدګرو د موندلو او قانون ته د سپارلو لارښوونه کړې ده.
په بنو کې له څه مودې راهیسې پولیس او امنیتي ځواکونه له امنیتي ګواښونو سره مخ دي، او د پولیسو سرتېري هم په بېلابېلو بریدونو کې په نښه شوي دي.


صفدر داوړ