هرات : د افغانستان د هرات ولایت په زنده جان ولسوالۍ کې د ګلبهار سمنټو شرکت له لوري د یوې سترې سمنټو کارخونې د جوړولو عملي چارې پېل شوې دي. د دې پروژې د پېل مراسم د ۱۴۰۵ لمریز کال د اسد پر ۱۸مه (د اګست ۹مه) ترسره شول.
په مراسمو کې د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند، د کانونو او پټرولیم وزیر ملا هدایت الله بدري، د هرات والي شیخ نوراحمد اسلام جار، یو شمېر حکومتي چارواکو، د ګلبهار شرکت رییس او د رسنیو استازو ګډون کړی و.
د هرات والي وویل، چې د دې ډول سترو پروژو په عملي کېدو سره به د دغه ولایت د بیارغونې او اقتصادي پرمختګ په برخه کې مهم بدلون رامنځته شي. نوموړي د پروژې له مسوولینو سره د قانوني همکاریو ډاډ ورکړ.
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر وویل، چې افغانستان د کانونو او طبیعي زېرمو له پلوه بډایه هېواد دی او حکومت هڅه کوي چې له دغو سرچینو څخه په اغېزمنه توګه ګټه واخلي او د هېواد اقتصادي بنسټونه پیاوړي کړي.
نوموړي زیاته کړه، چې د پانګه والو د ملاتړ لپاره مالیاتي تخفیفونه، معافیتونه او نورې اسانتیاوې رامنځته شوې دي. د ده په وینا، حکومت هڅه کوي د مالي او بانکي محدودیتونو اغېزې راکمې او د پانګه والو ستونزو ته مناسبې حل لارې پیدا کړي.
د کانونو او پټرولیم وزیر ملا هدایت الله بدري وویل، چې د زنده جان د سمنټو پروژه د هرات او ټول افغانستان لپاره مهمه اقتصادي او صنعتي پروژه ده. د نوموړي په وینا، پر دې پروژه شاوخوا ۱۴۳ میلیونه امریکايي ډالره پانګونه کېږي او له جوړېدو وروسته به کارخونه هره ورځ نږدې درې زره ټنه سمنټ تولیدوي.
بدري وویل، چې د پروژې اهمیت یوازې د سمنټو تر تولید محدود نه دی؛ بلکې د صنعت د پیاوړتیا، د کاري فرصتونو د رامنځته کېدو، د اقتصادي ودې او د ودانیزو چارو د اړتیاوو د پوره کولو په برخه کې به هم مهم رول ولوبوي.
د ګلبهار سمنټو شرکت رئیس ډاډ ورکړ چې د کارخونې د جوړولو چارې به د ټاکلي مهال وېش له مخې، په ښه کیفیت او پر وخت بشپړې کړي.


شال نیوز