کابل : د افغانستان د اسلامي وحدت ګوند مشر، محمد محقق، وايي چې دا مهال د ایران حکومت د طالبانو حکومت او د افغانستان مقاومت جبهه دواړه په رسمیت نه پېژني.
هغه یادې څرګندونې په کابل کې د ایران د سفارت د مرستیال، سید حسن مرتضوي، د هغو څرګندونو په غبرګون کې، چې ویلي یې وو، ایران د طالبانو پر وړاندې مقاومت په رسمیت نه پېژني. محمد محقق ،د اګست په ۹مه، په بهر کې یوې رسنۍ سره په مرکه کې ویلي دي چې ایران نه شي کولی طالبان او د هغوي مخالفې ډلې له پامه وغورځوي.
محقق، ایران ته د خپل وروستي سفر ته په اشارې سره وايي چې دغه سفر شخصي و؛ خو د علي خامنه یي د جنازې په مراسمو کې ورته بلنه ورکړل شوه او هغه په دغو مراسمو کې ګډون وکړ. هغه زیاتوي چې ایران ته تر خپل سفر مخکې، د مقاومت جبهې مشر احمد مسعود هم په دغه هېواد کې حضور درلود.
محقق ټینګار کوي چې طالبان او د هغوي مخالفین د افغانستان یوه برخه دي او ایران نه شي کولی له دغو دواړو لورو څخه هېڅ یو له پامه وغورځوي.


شال نیوز