غزني : د افغانستان د غزني ولایت ښار او قره باغ ولسوالۍ کې ،د اګست په ۹مه، د ناچاوده توکو د دوو جلا چاودنو له امله دوو ماشومانو ژوند له لاسه ورکړی او څلور نور ټپیان شوي دي.
د چارواکو په وینا، د غزني ښار په نوغي کلي کې پنځه ماشومان له یو زاړه ناچاوده توکي سره د لوبو پر مهال له چاودنې سره مخ شوي، چې دوه ماشومان پکې وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي. همداراز، په قره باغ ولسوالۍ کې یوه ۱۲ کلنه نجلۍ د ناچاوده مرمۍ په چاودنه کې ټپي شوې ده.
چارواکي د پېښو لامل د ناچاوده توکو سره نابلده توب او بې احتیاطي بولي.


شال نیوز