کابل : د امریکا د مرکزي استخباراتو ادارې «سي‌ اې‌ اې» پخوانۍ استخباراتي کارکونکې سارا اډمز وايي، چې طالبانو په شمالي افغانستان کې د وسله‌ والو مخالفینو پر ضد د عملیاتو مشري ځینو لوړپوړو سویلي پښتنو قوماندانانو ته سپارلی ده.

 

اډمز دا څرګندونې ،د اګست په ۹مه، په اېکس کې خپاره کړي یوه تحلیل کې کړې دي. د هغې په وینا، د طالبانو د شمالي شبکې ځینې قوماندانان دا بدلون د دوي پر وړتیا او وفادارۍ د مشرتابه د باور د کمېدو نښه ګڼلی شي.


 



د اډمز په تحلیل کې د بدخشان تاجک او د فاریاب او جوزجان ترکمن او ازبک قوماندانانو په اړه معلومات وړاندې شوي دي. هغه وايي، چې د دغو قوماندانانو له ډلې ځینې لا هم په مهمو حکومتي، پوځي او استخباراتي دندو کې دي، خو ځینې نور له خپلو پخوانیو نفوذي سیمو لېرې کړل شوي، له دندو ګوښه شوي، نیول شوي یا څنډې ته شوي دي.

 

اډمز وايي، چې طالبانو د ۲۰۲۱م کال له اګست مخکې د شمالي افغانستان د نیولو لپاره یوازې پر سویلي پښتنو قوماندانانو تکیه نه کوله. د هغې په وینا، تاجک، ازبک او ترکمن قوماندانانو د سیمې له خلکو سره د اړیکو، د وسله‌ والو د جلبولو او د سیمه‌ ییزو شبکو له لارې د طالبانو د نفوذ په پراخولو کې مهم رول درلود.

 

د هغې د تحلیل له مخې، د طالبانو د بیا واکمنېدو وروسته د دغو قوماندانانو حالت یو ډول نه دی پاتې شوی. ځینې په لوړو پوځي او حکومتي دندو ګومارل شوي، خو ځینې نور له هغو سیمو څخه لرې کړل شوي دي چې کلونه یې پکې نفوذ درلود.

 

اډمز وايي، چې د جګړې پر مهال سیمه ‌ییز نفوذ او پوځي وړتیا د طالبانو لپاره مهمه وه، خو له واکمنېدو وروسته د جګړې پر مهال ګټه او د جګړې له پای وروسته پر قوماندانانو باور دوه جلا موضوعات ګرځېدلي دي. د هغې په ارزونه کې، د طالبانو مشرتابه هڅه کوي د شمالي قوماندانانو له وړتیاوو ګټه واخلي، خو نه غواړي چې خپلواک سیمه‌ ییز ځواکونه ډېر پیاوړي شي.

 

په دې تحلیل کې د قاري فصیح ‌الدین فطرت نوم هم یاد شوی دی. فطرت د بدخشان تاجک قوماندان دی او د ۲۰۲۱م کال له سپتمبر راهیسې د طالبانو د پوځ د مشر په توګه دنده لري. د منځني ختیځ انستیتیوت د معلوماتو له مخې، هغه د طالبانو په شمالي عملیاتو او د پنجشېر په نیولو کې مهم رول درلود.

 

اډمز همداراز د ځینو شمالي قوماندانانو له ترکستان اسلامي ګوند، د ازبکستان له اسلامي غورځنګ او د تاجکستان له جماعت انصار الله سره د دعوه شویو اړیکو یادونه کوي. د هغې په وینا، دغه اړیکې ښيي چې په شمال کې د قوماندانانو د دندو او نفوذ بدلون یوازې د طالبانو داخلي موضوع نه ده، بلکې د بهرنیو وسله‌ والو ډلو، روزنیزو مرکزونو او سیمه ‌ییزو اړیکو پر وضعیت هم اغېز کولی شي.

 

د اډمز په وروستۍ ارزونه کې ویل شوي دي چې طالبان ښیي شمالي قوماندانان په بشپړه توګه له منځه یا له سیمو څخه لېرې نه کړي، ځکه د هغوي نفوذ یوازې پر رسمي دندو نه، بلکې د کلونو جګړې، جلب ‌و جذب، سیمه ‌ییزو اړیکو او پوځي شبکو پر بنسټ جوړ شوی دی.