کابل : د روغتیا نړیوال سازمان استازي سالوادور ،د اګست په ۸مه، ویلي دي، چې افغانستان د ماشومانو د واکسین د پوښښ زیاتولو او د میندو د مړینې د کچې راکمولو په ګډون، په ځینو مهمو روغتیايي برخو کې پرمختګ کړی دی.
خو نوموړي ټینګار کړی دی چې روغتیايي او درملیزو خدمتونو ته د خلکو د لاسرسي پراخول، د حکومتي ادارو او د افغانستان د پراختیايي شریکانو ترمنځ پراخې همکارۍ ته اړتیا لري.
د روغتیا نړیوال سازمان دا خبرداری داسې مهال ورکړی دی چې د ملګرو ملتونو ادارو او مرستندویه بنسټونو ترمنځ افغانستان ته د بشري مرستو د کمېدو په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي.
مرستندویه ادارې وايي، چې د نړیوالو مرستو کمېدل، د میلیونونو افغان کډوالو بېرته ستنېدل او د طبیعي پېښو زیاتېدونکي زیانونه ښیي د افغانستان پر کمزوري روغتیايي نظام نور فشار هم راولي او په هېواد کې بشري ناورین لا پسې پراخ کړي.


شال نیوز