کابل : د افغانستان متحدې جبهې دعوه کړې ده چې ځواکونو یې په تېرو ۴۸ ساعتونو کې د هېواد په پینځه ولایتونو کې د طالبانو پر ضد اووه عملیات کړي، چې په پایله کې یې د طالبانو ۲۰ غړو ته مرګ‌ ژوبله اوښتې ده.

 

جبهې ،د اګست په ۷مه، په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي دي چې ځواکونو یې د طالبانو دوه مرکزونه نیولي او یو شمېر وسلې او مهمات یې هم ترلاسه کړي دي.

 

د خبرپاڼې له مخې، د کندهار د میوند ولسوالۍ د بند تیمور په سیمه کې په دوو جلا عملیاتو کې د طالبانو د پولیسو یو لوړپوړی افسر وژل شوی دی. د کندهار ښار د پنځلسمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې په یو بل عملیات کې د طالبانو یو غړی وژل شوی دی.

 

جبهې دعوه کړې ده چې د هلمند د نوزاد ولسوالۍ د بر نوزاد په سیمه کې یې په وسله‌ وال برید کې د طالبانو یو قوماندان وژلی دی. د غور د نوې جوړې شوې الفاروق ولسوالۍ د ګرداب په سیمه کې پر یو طالب مرکز د برید په ترڅ کې د جبهې په وینا، دوه طالبان وژل شوي، څلور نور ټپیان شوي او مرکز له وسلو او مهماتو سره د جبهې ځواکونو نیولی دی.

 

همداراز ویل شوي دي چې د بغلان د پل‌ حصار ولسوالۍ په سیمه کې د طالبانو یو جنګي مورچل په نښه شوی، چې په پایله کې یې دوه طالبان وژل شوي، درې نور ټپیان شوي او مورچل له وسلو او مهماتو سره د جبهې لاس ته ورغلی دی.

 

د افغانستان متحدې جبهې زیاته کړې چې د بدخشان د ارګو ولسوالۍ د طالبانو د امنیه قوماندانۍ پر وړاندې په عملیاتو کې یو طالب وژل شوی او څلور نور ټپیان شوي دي. همداراز، د جبهې مشر ،پخواني جنرال سمیع سادات، ویلي دي چې په کندهار کې یې د امر بالمعروف یو ځایي مشر وژلی دی.

 

جبهې ویلي، عملیات به یې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې دوام ولري او د طالبانو حکومت یې د روانې جګړې مقابل لوری بللی دی. تر اوسه د دغو دعوو په اړه د طالبانو حکومت یا خپلواکو سرچینو کومه رسمي تبصره نه ده کړې. همداراز جبهې په دغو نښتو کې خپلو ځواکونو ته د اوښتې احتمالي مرګ‌ ژوبلې په اړه معلومات نه دي ورکړي.

 

له دې سره هم‌ مهاله، د امریکا یوې پوځي مجلې «میلېټري» په یو راپور کې ویلي دي چې په افغانستان کې د طالبانو پر ضد د مخالفو جبهو بریدونه په وروستیو اوونیو کې د پام وړ زیات شوي دي.