پېښور : د پېښور د ډي اېچ ای نادرن بای پاس پر سړک ،د اګست په ۷مه، په ټرافیکي پېښه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۱ کسان ژوبل شوي دي.

 

د ریسکیو ۱۱۲۲ د معلوماتو له مخې، د ضلعي بېړنیو چارو افسر افتخار خان په لارښوونه د ریسکیو ډلې زر د پېښې ځای ته رسېدلې او ژوبلو کسانو ته یې لومړنۍ طبي مرستې ورکړې دي.

 

ریسکیو چارواکي وايي، چې ټول ژوبل کسان د امبولانسونو له لارې خیبر ټیچنګ روغتون ته رسول شوي، چرته چې ورته نورې طبي مرستې ورکول کېږي.