ننګرهار : د راپورونو له مخې، د افغانستان ازادۍ جبهې دعوه کړې ده چې ځواکونو یې ،د اګست په ۶مه، ماسپښین شاوخوا ۱۱ بجې د ننګرهار ولایت د جلال ‌اباد ښار په شپږمه امنيتي حوزه کې د طالبانو د استخباراتو مدیر، چې د «نظري» په نوم یاد شوی، وژلی دی.

 

د جبهې د دعوې له مخې، برید د نظري د کور مخې ته پر هغې پوستې شوی دی چې نوموړی له خپلو ساتونکو سره پکې ناست و. جبهه وايي، چې ځواکونو یې پر پوسته لاسي بمونه غورځولي، نظري یې وژلی او دوه ساتونکي یې ټپیان کړي دي.

 

د ازادۍ جبهې یو قوماندان د عملیاتو ویډیو هم خپره کړې ده. په ویډیو کې د چاودنې غږ اورېدل کېږي او له یوه کور څخه د اور لمبه پورته کېږي.

 

دا لومړی ځل دی چې ازادۍ جبهه په جلال ‌اباد ښار کې د ورته عملیاتو دعوه کوي. دا دعوه په داسې مهال شوې ده چې په بدخشان کې په وروستیو اوونیو کې د طالبانو او مخالفو ډلو ترمنځ د نښتو راپورونه ورکړل شوي دي.

 

شال نیوز د نظري د وژل کېدو او د دوو ساتونکو د ټپي کېدو دعوه په خپلواکه توګه نه ده تایید کړې.