هلمند : د هلمند په مرکز لښکرګاه کې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر د مامورانو له خوا د لسو ښځو د نیول کېدو راپور خپور شوی، خو د طالبانو اړوند وزارت دا دعوه رد کړې ده. امو ټلوېزیون ،د اګست په ۷مه، د دوو سیمه ‌ییزو خبریالانو په ګډون د څلورو سیمه ‌ییزو سرچینو په حواله ویلي دي، چې دغه ښځې ،د اګست پر ۳مه، لښکرګاه ته د سودا لپاره تللې وې.

 

د سرچینو په وینا، ښځو تورې اسلامي جامې او حجاب اغوستی و، خو چادري یې نه وه اغوستې. راپور وايي، ښځې له طالب محتسبانو سره تر لفظي شخړې وروسته نیول شوې دي. تر اوسه د نیول شویو ښځو نومونه نه دي خپاره شوي او د هغوي د ساتنې ځای، د خوشي کېدو حالت او له کورنیو سره د اړیکو په اړه هم معلومات نشته.

 

په یو بل راپور کې افغانستان انټرنشنل د لښکرګاه د کارته لګان سیمې د اوسېدونکو له قوله ویلي دي، چې په تېره یوه اوونۍ کې له لسو ډېرې ښځې د طالبانو د لباس او حجاب د مقرراتو د نه مراعتولو یا د مامورانو د امر نه منلو په تور نیول شوې دي.

 

د دغه راپور له مخې، د نیولو ډېرې پېښې د ښځو بازار ته څېرمه شوې دي. سیمه‌ ییزو اوسېدونکو ویلي دي، چې د نیول کېدو له وېرې ګڼې ښځې بازار ته نه ورځي او خپلې سوداګانې د نارینه خپلوانو له لارې کوي. د ښځو د بازار سوداګرو هم ویلي دي، چې د پېرېدونکو د کمېدو له امله یې کاروبار زیانمن شوی او که وضعیت دوام وکړي، یو شمېر دوکانونه ښیي وتړل شي.

 

د دې دعوې په اړه د طالبانو د امر بالمعروف وزارت ویاند  سیف‌ الدین خیبر، شال نیوز سره خبرو کی د ښځو د تازه نیول کېدو راپورونه رد کړي دي. نوموړي ویلي دي، چې د وزارت ماموران د خپلو مقرراتو د پلي کولو دنده ترسره کوي، خو په لښکرګاه کې یې د لسو ښځو د نیول کېدو دعوه نه ده منلې.

 

دا راپور په داسې مهال خپرېږي، چې د ملګرو ملتونو د یوناما په یوه تازه بشري حقونو راپور کې راغلي دي، چې د جون له ۶مې تر ۸مې پورې په هرات کې لږ تر لږه ۳۰ ښځې د طالبانو د خوښې حجاب د نه مراعتولو په تور نیول شوې وې.

 

شال نیوز د هلمند د ښځو د نیول کېدو دعوه په خپلواکه توګه نه ده تایید کړې. د نیول شویو ښځو د هویت، د ساتنې د ځای او د خوشي کېدو په اړه معلومات لا هم ناتایید شوي دي.