وارسا : د پولنډ په پلازمېنه وارسا کې درې افغانې خویندې، ۱۸ کلنه سانا بدر، ۱۶ کلنه لیما بدر او ۱۴ کلنه مروه بدر ورکې شوې دي. د وارسا د پنځمې سیمه ییزې پولیس ادارې د جنايي څانګې په وینا، درې واړه خویندې د اګست پر لومړۍ نېټه د ماښام شاوخوا شپږ بجې د رودنیڅکي کوڅې له خپل استوګنځي ووتلې.
د پړلیسو په وینا، هغوي له اؤشان پلورنځي څخه د سودا اخیستو وروسته شاوخوا ۸:۵۰ بجې د برونیفسکي کوڅې پر ټرام تمځای وروستي ځل لیدل شوې دي. له هغه وروسته کور ته نه دي ستنې شوې او له خپلې کورنۍ سره یې هېڅ اړیکه نه ده نیولې.
پولیس وايي، چې درې واړه له ځان سره موبایلونه او د پېژندنې اسناد نه لري، چې له امله یې د هغوي د ځای معلومول ستونزمن شوي دي. د پولنډي رسنیو د راپورونو له مخې، پولیس د اؤشان پلورنځي د څار کمرې ثبتونه او د خویندو وروستۍ تګلاره هم څېړي.
سانا بدر شاوخوا ۱۵۵ سانتي متره دنګه، نرۍ ونه، تور وېښتان او تورې سترګې لري. د ورکېدو پر مهال یې سپین کلاه لرونکی کمیس او پراخې روښانه پتلون اغوستي وو چې د پوځي نقشو په څېر رنګونه یې لرل.
لیما بدر شاوخوا ۱۴۵ سانتي متره دنګه، نرۍ ونه، تور وېښتان او تورې سترګې لري. هغې سور کلاه لرونکی کمیس، پراخې روښانه پتلون او سپین بوټان اغوستي وو.
مروه بدر شاوخوا ۱۶۰ سانتي متره دنګه، نرۍ ونه، تور وېښتان او تورې سترګې لري. هغې سور کمیس اغوستی و چې په مخ یې د «هېلو کیټي» لوی سپین انځور و، له روښانه سپورتي پتلون او سپینو بوټانو سره.
تر اوسه پولنډي پولیسو د خویندو د ورکېدو د لامل، د تښتونې یا د کوم جرم په اړه کومه پایله نه ده اعلان کړې او یوازې یې ویلي دي چې د هغوي د موندلو هڅې روانې دي.
پولیسو له خلکو غوښتي دي چې که څوک د سانا، لیما او مروه په اړه معلومات لري، د وارسا له پنځمې سیمه ییزې پولیس ادارې سره په ۴۷ ۷۲۳ ۷۱ ۶۱، ۴۷ ۷۲۳ ۷۱ ۵۵ او ۴۷ ۷۲۳ ۷۱ ۵۶ شمېرو اړیکه ونیسي. معلومات د بیړنۍ مرستې له ۱۱۲ شمېرې او یا د oficer.prasowy.krp5@ksp.policja.gov.pl برېښنالیک له لارې هم شریکېدی شي.


شال نیوز