کابل : د میندو او ماشومانو لپاره د فرانسوي طبي انسټیټیوټ شپاړسم نړیوال علمي کنفرانس ،د اګست په ۶مه، په کابل کې د ډاکټرانو، متخصصانو، څېړونکو، روغتیايي چارواکو او کورنیو او بهرنیو مېلمنو په ګډون ترسره شو.

 

د انسټیټیوټ مسوولینو وویل، چې دغه بنسټ له ۲۰۱۱م میلادي کال راهیسې هر کال دا علمي کنفرانس جوړوي، څو وروستۍ څېړنیزې موندنې، طبي تجربې او په روغتیايي خدمتونو کې نوي نوښتونه له یو بل سره شریک شي. دوي وویل، دغه کنفرانس د ډاکټرانو، څېړونکو او نورو روغتیايي کارکوونکو لپاره د علمي لاسته راوړنو او مسلکي تجربو د شریکولو زمینه برابروي.

 

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو مرستیال عبدالولي حقاني وویل، چې دا غونډه د څېړنې، مسلکي ظرفیتونو د پیاوړتیا او د هېوادونو ترمنځ د علمي همکاریو د پراختیا لپاره مهمه ده.

 

هغه وویل، چې د څېړنې دود پیاوړتیا، د روغتیايي کارکوونکو د څېړنیزو وړتیاوو لوړول، د نړیوالو معیارونو له مخې د علمي مقالو لیکل او په عملي ډګر کې د څېړنیزو موندنو کارول د وزارت له لومړیتوبونو څخه دي.

 

حقاني زیاته کړه چې کیفیت، د ناروغانو خوندیتوب، د روغتیايي خدمتونو اغېزمنتیا او د روغتیايي اخلاقو مراعتول باید د ټولو روغتیايي ادارو اساسي هدف وي.

 

د فرانسوي طبي انسټیټیوټ د بورډ مشر ډاکټر نجم‌الدین نجم وویل، چې څېړنه د بشري علمي پرمختګ بنسټ جوړوي او د روغتیايي خدمتونو پیاوړتیا د غوره پوهې او ګډو علمي هڅو له لارې ممکنه ده.

 

په کنفرانس کې د اسلامي امارت د وزارتونو استازو، د روغتیايي برخې متخصصانو، څېړونکو، د علمي مرکزونو استازو او د دولتي او خصوصي روغتیايي بنسټونو مسوولینو ګډون کړی و.