غزني : د افغانستان د غزني ښاروالۍ ،د اګست په ۶مه، د ښار د لومړۍ ناحیې په مربوطاتو کې د ۱۵ میلیونه افغانیو په لګښت د یوې معیاري مذبح خانې د جوړولو پروژه پېل کړې ده.

 

د ښاروالۍ چارواکي وايي، د مذبح خانې د جوړولو کار به په نهو میاشتو کې بشپړ شي او په یوه وخت کي به د ۷۰ څارويو د حلالولو توان ولري.

 

د چارواکو په وینا، په دې مذبح خانه کې به دوه سړې کوټې، د وترنرانو د پاره ځانګړی ځای او د کثافاتو د منظم سمبالولو سیستم جوړ شي.

 

د دې پروژې موخه د ښاریانو د روغتیا ساتنه، د غوښې د کیفیت ښه کول او د روغتیا معیارونو پیاوړي کول ښودل شوي دي.

 

د غزني ښاروالۍ ویلي دي، چې د ۱۴۰۵ مالي کال د ښاري پراختیا د پاره یې ۲۷ پرمختیايي پروژې هم په پلان کې نیولي دي.