کابل : د افغان سرې میاشتې ټولنې د حقوقي ریاست په نوښت او د سره صلیب د نړیوالې کمېټۍ په مالي ملاتړ، په کابل کې د دیني عالمانو لپاره د یوې ورځې روزنیز ورکشاپ جوړ شوی دی.
د افغان سرې میاشتې ټولنې د ،اګست د ۶مې، د خبرپاڼې له مخې، په ورکشاپ کې د سره صلیب او سرې میاشتې د نړیوال غورځنګ پر بنسټیزو اصولو، د ملي ټولنو پر رول او د هغوي پر بشري فعالیتونو خبرې وشوې.
د افغان سرې میاشتې ټولنې د دعوت او ارشاد ریاست مشر، شیخ الحدیث احمد نور حنیف، د ورکشاپ د پرانیستې په مراسمو کې وویل، چې دغه ټولنه د اسلامي او بشري ارزښتونو پر بنسټ بې سرپرسته کورنیو، اړمنو خلکو او له طبیعي پېښو زیانمنو کسانو ته بشري مرستې او اړین خدمات وړاندې کوي.
نوموړي وویل، چې دیني عالمان د بشري ارزښتونو، همکارۍ او ګډ ژوند د دودولو، د عامه پوهاوي د لوړولو او د ټولنې د اخلاقي ارزښتونو په پیاوړتیا کې مهم رول لري.
په ورکشاپ کې ګډونوالو ته د سره صلیب او سرې میاشتې د نړیوال غورځنګ د تاریخچې، اوو بنسټیزو اصولو، نښانونو، د ملي ټولنو د بشري خدمتونو او فعالیتونو او بشري ارزښتونو په اړه معلومات ورکړل شول.


شال نیوز