بنو : د بنو د میرام شاه پر سړک د معصوم اباد په سیمه کې ناپېژاندو وسله والو د سپېشل برانچ پر کانسټیبل ،نور عالم خان، ډزې کړې دي، چې له امله یې هغه په ځای کې وژل شوی دی. د پولیسو په وینا، نور عالم خان ،د اګست په ۶مه، له کوره د دندې لپاره روان و، چې په لاره کې پرې برید وشو.
د بنوں ډي پي او کېپټن (ر) محمد فرقان بلال د پېښې ځای ته ورسېد او د شواهدو له کتنې وروسته یې د پولیسو له چارواکو څخه معلومات ترلاسه کړل.
پولیس وايي، چې سیمه یې محاصره کړې، د برید کوونکو د نیولو لپاره د لټون عملیات روان دي، او بېلابېلې ډلې په سیمه کې چاپې وهي. ډي پي او ویلي دي، چې د کانسټیبل نور عالم خان وینه به بې ځایه نه پرېښودل کېږي او په برید کې ککړ کسان به زر د قانون منګولو ته وسپارل شي.


صفدر داوړ