د نیشنل سټوډنټس موومنټ مشرانو په میرانشاه پرېس کلب کې د خبري غونډې پر مهال وویل چې د بنو پوهنتون د یاد غورځنګ پخوانی مشر کفایت الله داوړ د میرانشاه کینټ د دروازې مخې ته نیول شوی، او تر دې وړاندې عاصم ایپي هم په میرعلي کې نیول شوی و. د غورځنګ مشرانو ادعا وکړه چې د خپلو نیول شویو ملګرو د برخلیک په اړه یې له ضلعي انتظامیې سره اړیکه نیولې، خو تر اوسه یې کوم ځواب نه دی ترلاسه کړی. دوی دا هم وویل چې په شمالي وزیرستان کې د زرګونو کسانو شناختي کارډونه بند شوي، چې له امله یې خلک په امنیتي پوستو کې له ستونزو سره مخ دي. دوی غوښتنه وکړه چې نیول شوي کسان دې سمدستي خوشې کړل شي، او که پرې کوم قانوني تور وي، نو د قانون له مخې دې عدالت ته وړاندې کړل شي.