کابل : د فرانسوي طبي انسټیټیوټ، چې د مور او ماشوم روغتون په نوم هم یادېږي، ترڅنګ د یو میګاواټه لمریزې برېښنا د تولید پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د ،اګست په ۵مه، د پروژې د پرانیستې په مراسمو کې لوړپوړو طالب چارواکو، پراختیايي شریکانو، روغتیايي مسؤولینو او یو شمېر ملي او نړیوالو استازو ګډون کړی و. د معلوماتو له مخې، د دې پروژې ارزښت نږدې یو میلیون امریکايي ډالره دی.
د اوبو او انرژۍ وزیر ،ملا محمد یونس اخندزاده، په مراسمو کې وویل، چې افغانان باید د برېښنا او اوبو په برخو کې پر ځان بسیا شي. هغه وویل، چې وزارت یې د برېښنا او اوبو په برخه کې د پانګوالو او سوداګرو ملاتړ کوي.
د اقتصاد وزیر ،قاري دین محمد حنیف، وویل چې د لمریزې برېښنا دا پروژه د روغتونونو لپاره د دوامدارې برېښنا برابرولو په برخه کې مهم ګام دی. نوموړي زیاته کړه چې پروژه د چاپېریال ساتنې ترڅنګ د روغتیايي خدمتونو د ښه کېدو لپاره هم ارزښت لري.
هغه له روغتونونو وغوښتل چې د عصري روغتیايي امکاناتو په کارولو سره د خلکو خدمتونه پراخ کړي، د درملنې او درملو بیې راکمې کړي او اضافي عواید د روغتونونو د پراختیا لپاره ولګوي.
د فرانسوي طبي انسټیټیوټ د بورډ مشر ډاکټر ،نجم الدین نجم، وویل، دغه روغتون له اوږدې مودې راهیسې په بېلابېلو برخو کې هېوادوالو ته روغتیايي خدمتونه وړاندې کوي.
د پروژې انجینر ،اسدالله اسد، وویل چې د لمریزې برېښنا د پروژې چارې اته میاشتې مخکې پېل شوې وې او اوس بشپړې شوې دي. د هغه په وینا، پروژه د یو میګاواټه برېښنا د تولید وړتیا لري او په نږدې یو میلیون امریکايي ډالرو لګښت جوړه شوې ده.


شال نیوز