پکتیا : د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د نشراتو مرستیال ،حیات الله مهاجر فراهي، له رسنیو غوښتي دي چې ،د ده په وینا، د افغانستان د تېرو شلو کلونو «جنایتونه» او د بهرنیو ځواکونو د حضور د دورې واقعیتونه وڅېړي او خلکو ته یې ورسوي.
مهاجر فراهي دا څرګندونې ،د اګست په ۵مه، په پکتیا کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال کړې دي. هغه ویلي دي، هغه کسان چې د خلکو په وینو کې لاس لري او د هېواد شتمني یې لوټلې، له هېواده بهر ځوانان د افغانستان ناامنۍ ته هڅوي.
د نوموړي په وینا، د تېرو دوو لسیزو ګڼ «جنایتونه» لا هم خلکو ته په بشپړه توګه نه دي روښانه شوي. هغه له رسنیو وغوښتل چې په دې اړه تحقیقي راپورونه او مستندونه جوړ کړي او د عامه پوهاوي د لوړولو لپاره کار وکړي.
مهاجر فراهي وویل: «د رسنیو او مطبوعاتو دنده یوازې خلکو ته معلومات رسول نه دي؛ رسنۍ باید حقایق خلکو ته ورسوي، تحقیقي راپورونه جوړ او خپاره کړي، د ځوان نسل په ذهنیت جوړونه کې ونډه واخلي او د عامه افکارو ساتنه وکړي.»
د طالبانو حکومت له شاوخوا پنځلسو ورځو راهیسې په بېلابېلو ولایتونو کې له رسنیو، خبریالانو او سیاسي شنونکو سره په ناستو کې پر دې ټینګار کوي چې د دوي په وینا، د تېرو پنځو کلونو لاسته راوړنې، مثبت پیغامونه او د بهرنیو ځواکونو د وتلو په اړه خبرونه، خپرونې او مستندونه چمتو او خپاره کړي.
بلخوا، د طالبانو حکومت له رسنیو او خبریالانو سره د انتقادي چلند او د فساد، نیمګړتیاوو او حکومتي کړنو په اړه د راپورونو د خپرولو د محدودیتونو له امله له نیوکو سره مخ دی. د رسنیو د ازادۍ ملاتړي وايي، خبریالانو ته باید اجازه ورکړل شي چې د حکومت د کړنو په اړه د خلکو د معلوماتو حق ادا کړي.


شال نیوز