ننګرهار : د افغانستان د ننګرهار ولایت د سپین غر ولسوالۍ ۲۹۴ مستحقو کاریګرو ته ،د اګست په ۵مه، د لنډمهاله کاري فرصتونو او د معیشت د پیاوړتیا په موخه د کار په بدل کې نغدي مرستې ووېشل شوې.

 

د چارواکو په وینا، دغه پروګرام د ننګرهار اقتصاد ریاست په همغږۍ او د کارډايډ نړیوالې مؤسسې په مالي ملاتړ پلي شوی، چې له مخې یې هر کاریګر د ۲۰ کاري ورځو په بدل کې ۵,۷۰۰ افغانۍ ترلاسه کړې دي.

 

مسوولین وایي، د دې ډول پروګرامونو موخه د بېوزلۍ کمول، د خلکو د عاید زیاتول او د لنډمهاله کاري فرصتونو رامنځته کول دي.