میرام شاه : د شمالي وزیرستان د میرام شاه تحصیل په ډانډې درپه خېل سیمه کې ،د اګست په ۵مه، په یوه چاودنه کې یو تن وژل شوی او بل سخت ژوبل شوی دی.
د لومړنیو معلوماتو له مخې، په چاودنه کې عدنان په ځای وژل شوی، په داسې حال کې چې عتیق سخت ژوبل شوی دی. د نوموړي د روغتیايي حالت په اړه نور جزییات نه دي ورکړل شوي.
ډانډې درپه خېل د شمالي وزیرستان د میرام شاه تحصیل اړوند سیمه ده او د ضلعې له مرکز میرام شاه ښار سره نږدې پرته ده. د سیمې اوسېدونکي تر دې وړاندې هم د ناامنۍ او بې ځایه کېدو له ستونزو سره مخ شوي دي.
د چاودنې لامل او نوعیت لا نه دي روښانه شوي، او د چارواکو رسمي بیان په اړه هم معلومات نه دي خپاره شوي.


صفدر داوړ