سوات : د سوات تعلیمي بورډ د نهم او لسم ټولګیو د ۲۰۲۶م کال د کلنیو امتحانونو نتیجې اعلان کړې دي. د ،اګست په ۵مه، اهلان شوې لسم ټولګي په نتیجه کې درې واړه لومړي مقامونه نجونو ترلاسه کړي دي.

 

د بورډ له مخې، د سوات ټېمپو ماډل سکول زده کوونکې ،شهانه احمد، په ۱۱۶۱ نمرو لومړی مقام خپل کړی دی. د اقرا اکېډمۍ سیدو شریف زده کوونکې ،رشینې، په ۱۱۵۸ نمرو دویم مقام اخیستی، په داسې حال کې چې د سوات ټېمپو ماډل سکول زده کوونکې ،زلنده سردار، په ۱۱۵۶ نمرو درېیم مقام ترلاسه کړی دی.

 

د سوات تعلیمي بورډ وايي، چې د لسم ټولګي په کلنیو امتحانونو کې له سوات، بونیر او شانګلې څخه ټولټال ۴۶ زره ۴۸۴ امیدوارانو ګډون کړی و. د بورډ په وینا، په دغو امیدوارانو کې ۳۴ زره ۴۲۱ کسان د ساینس ګروپ وو، او پاتې امیدواران د ارټس ګروپ وو.