نورستان : د افغانستان د نورستان ولایت په برگ‌ مټال ولسوالۍ کې د سختو بارانونو له امله راوتلو سېلابونو پراخ مالي زیانونه اړولي، چې له امله یې ۸۷ کورونه په بشپړ ډول ویجاړ شوي او درې ماشومان لا هم ورک دي.

 

د نورستان د والي ویاند فریدون صمیم ،د اګست په ۴مه، شال نیوز ته وایې: سېلابونه ،د اګست په ۳مه، له غرمې وروسته د ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کې راوتلي او د کورونو ترڅنګ یې ګڼ شمېر څاروي له منځه وړي، کرنیزې ځمکې یې زیانمنې کړې او خلکو ته یې درانه تاوانونه اړولي دي.

 

ځايي چارواکي وایي، د ورکو شویو ماشومانو د موندلو لپاره د لټون او ژغورنې هڅې روانې دي، او د زیانمنو کورنیو د عاجلو اړتیاوو د پوره کولو لپاره د مرستو رسولو اقدامات هم دوام لري.

 

سېلاب‌ ځپلې کورنۍ له حکومت او مرستندویه بنسټونو څخه د بېړنیو بشري مرستو غوښتنه کوي، ځکه د ګڼو کورنیو د استوګنې ځایونه او د ژوند اساسي سرچینې له منځه تللې دي.