باجوړ : د خیبر پښتونخوا د باجوړ روغتیا چارواکو د مور شیدو د ارزښت نړیوالې میاشتې (اګست) د پېل په مناسبت د پوهاوي یوه غونډه جوړه کړې او ویلي یې دي چې د مور شیدې د نوي زیږېدلو ماشومانو لپاره تر ټولو بشپړه او طبیعي غذا ده.
د باجوړ د روغتیا څانګې په وینا، دغه غونډه ،د اګست په ۴مه، د یونیسف په همکارۍ جوړه شوې وه چې پکې د روغتیا ادارې چارواکو، د تغذیې پروګرام استازو، د ښځینه روغتیا کارکوونکو، مذهبي مشرانو، رسنیو او نورو اړوندو کسانو ګډون کړی و.
د باجوړ مرستیال د ضلعې روغتیايي افسر ډاکټر ،اجمل خان، غونډې ته وویل، چې د مور شیدې د ماشومانو د سالمې ودې ترڅنګ هغوي له ګڼو ناروغیو هم ساتي. هغه له والدینو وغوښتل چې له زیږون وروسته ماشومانو ته یوازې د مور شیدې ورکړي او د نورو خوړو له ورکولو ډډه وکړي.
د هغه په خبره، د اګست میاشتې په اوږدو کې به د ضلعې په بېلابېلو سیمو کې د مور شیدو د اهمیت په اړه د عامه پوهاوي بېلابېل پروګرامونه ترسره شي. د روغتیا چارواکي وایي، چې موخه یې دا ده چې د مور شیدو د ګټو په اړه د خلکو پوهاوی زیات او د نوي زیږېدلو ماشومانو روغتیا لا ښه شي.


حسبان الله باجوړې