کابل : د فاطمیون لخوا یو بې‌ نومه قوماندان دعوه کوي چې د خپلې قوماندې لاندې له سلګونو کسانو سره د طالبانو پر ضد جګړې ته تیار دی؛ خو وایي، هره هغه د طالبانو مخالفه جبهه چې ورته لازم امکانات برابر کړي، دی به خپل کسان د هماغې جبهې تر بیرغ لاندې تنظیم کړي.

 

د افغانستان انټرنشنل ،د اګست په ۴مه، د دغه قوماندان له قوله راپور ورکړی دی چې د امنیتي لاملونو له کبله یې خپل نوم نه دی ښودلی. د نوموړي په وینا، په کابل کې د ایران د سفارت د مرستیال ،سید حسن مرتضوي، وروستۍ څرګندونې، چې د طالبانو پر ضد وسله واله مبارزه د ایران له نظره «مقاومت» نه ده، د فاطمیون د غړو غوسه راپارولې ده.

 

مرتضوي تر دې مخکې ویلي وو چې ایران د طالبانو پر ضد له هېڅ سیاسي یا پوځي ډلې ملاتړ نه کوي او د طالبانو پر ضد جګړه د یو مسلمان ورور پر ضد جګړه ده، ځکه نو د ایران د «مقاومت» له تعریف سره سمون نه خوري. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د مرتضوي دا دریځ ستایلی او ویلي یې دي چې د ایران دریځ د افغانانو د غوښتنې استازیتوب کوي.

 

بې‌ نومه قوماندان وايي، چې د فاطمیون ډېر غړي باور لري چې که د طالبانو پر ضد جګړه مقاومت نه وي، نو په غزه، لبنان، سوریه او د هرمز په تنګي کې جګړې هم باید مقاومت ونه بلل شي. نوموړی، چې د ده په وینا د ایران د سپاه پاسداران له خوا روزل شوی، وايي د افغانستان وضعیت ورته د سیمې له نورو جګړو ډېر مهم دی.

 

د فاطمیون له دننه سرچینو څخه په نقل شوي راپور کې ویل شوي دي چې د دې ډلې ځینې غړي ښیي اوس د هرمز په تنګي کې د تیارسۍ په حالت کې وي.

 

یوې بلې سرچینې دعوه کړې ده چې د مرتضوي څرګندونو د دغو کسانو پر مورال هم اغېز کړی، ځکه هغوي په افغانستان کې د خپلو قامونو پر وړاندې له نابرابرۍ او تبعیض څخه ناراضه دي او د طالبانو پر ضد جګړه خپله دیني دنده ګڼي. د هرمز په تنګي کې د فاطمیون د غړو د حضور دا دعوه په خپلواکه توګه نه ده تایید شوې.

 

د قوماندان په وینا، سپاه پاسداران په ۱۳۹۵م لمریز کال کې فاطمیون ته ژمنه کړې وه چې په افغانستان کې به د لبنان د حزب‌ الله په څېر د یوه پیاوړي پوځي ـ سیاسي ګوند د جوړېدو ملاتړ وکړي، څو فاطمیون د افغانستان په راتلونکو سیاسي معادلو کې ونډه واخلي؛ خو دی وايي، د ایران اسلامي جمهوریت خپله ژمنه عملي نه کړه.

 

نوموړي دعوه کړې ده چې کله طالبان د ۲۰۲۱م کال د اګست په میاشت کې کابل ته ننوتل، د سپاه پاسداران چارواکو فاطمیون ته وویل چې د طالبانو پر ضد جګړې ته د مناسب وخت تر راتلو پورې انتظار وکړي. د ده په وینا، سپاه ورته ویلي وو چې که فاطمیون سمدستي جګړه پېل کړي، طالبان به د شیعه‌ ګانو پراخې وژنې وکړي.

 

هغه وايي، چې سپاه پاسداران په هماغه وخت کې ژمنه کړې وه چې د ۱۴۰۶ لمریز کال په پسرلي کې به فاطمیون د حزب ‌الله په څېر په افغانستان کې په یوه پیاوړي پوځي او سیاسي ځواک بدل شي.

 

دغه قوماندان وایي، چې د فاطمیون ډېر کسان د مذهبي او عقیدوي هڅونو او بېلابېلو ژمنو له مخې د سپاه پاسداران لیکو ته ورغلي وو؛ خو د ژمنو نه عملي کېدل، د وژل شویو کسانو د قربانیو له پامه غورځول، ناوړه چلند او په ایران کې له افغانانو سره تبعیضي چلند د دې لامل شوي چې د فاطمیون غړي له ایران سره له همکارۍ زړه توري شي.

 

د نوموړي په باور، د ایران او طالبانو ترمنځ نږدېوالی به د فاطمیون ډېرو کسانو ته زمینه برابره کړي چې د طالبانو پر ضد له وسله والو جریانونو سره یوځای شي. هغه وايي، چې که د طالبانو مخالفه جبهه لازم امکانات برابر کړي، د فاطمیون غړي چمتو دي له سپاه پاسداران جلا شي او افغانستان ته ستانه شي.

 

د قوماندان په دعوه، د فاطمیون غړي او قوماندانان د «درخشان» په نوم د یوې وېبپاڼې له لارې د سپاه پاسداران له هغې څانګې سره اړیکه ساتي چې د مجتبی خامنه‌ يي د رهبرۍ له دفتر سره تړاو لري. د ده په وینا، د اړتیا پر مهال د اړیکې غوښتنه ثبتېږي او بیا د ټیلیفون یا حضوري لیدنې له لارې ځواب ترلاسه کېږي.

 

د دې وېبپاڼې او د مجتبی خامنه‌ يي له دفتر سره د تړاو دعوه هم په خپلواکه توګه نه ده تایید شوې.

 

فاطمیون یوه نیمه ‌پوځي ډله ده چې د ایران د سپاه پاسداران په ملاتړ د افغان شیعه‌ ګانو، په ځانګړې توګه د ایران مېشتو هزاره کډوالو، له منځه جوړه شوې ده. دې ډلې د بشارالاسد د حکومت په ملاتړ د سوریې په جګړه کې برخه اخیستې، خو د غړو کره شمېر یې تر اوسه په رسمي ډول نه دی اعلان شوی.