سراروغه : د بر سویلي وزیرستان د سراروغې تحصیل په احمدوام سیمه کې د مارټر ګولې د لګېدو له امله دوه ښځې او یوه نجلۍ وژل شوې او پنځه نور کسان ژوبل شوي دي.

 

سیمه ییزو سرچینو شال نیوز ته ویلي دي، چې ګوله ،د اګست په ۴مه، د پیوند کوچیانو د یوې کورنۍ پر لنډمهالي کېمپ لګېدلې، چې په سیمه کې د ځمکو ترڅنګ مېشته وه. د سرچینو په وینا، په ژوبلو کسانو کې ښځې، ماشومان او سړي شامل دي.

 

ځايي خلکو ژوبل کسان روغتون ته رسولي، چې هلته یې درملنه روانه ده. د وژل شویو او ژوبلو کسانو نومونه لا نه دي خپاره شوي.

 

سیمه ییزو سرچینو دعوه کړې ده چې ګوله د امنیتي ځواکونو له لوري توغول شوې وه، خو د پېښې د نوعیت او د مرمۍ د سرچینې په اړه لا د پوځ، پولیسو او ضلعي انتظامیې رسمي دریځ مخې ته نه دی راغلی.

 

له پېښې وروسته په احمدوام او شاوخوا سیمو کې ویره خپره شوې ده. د سیمې اوسېدونکو د پېښې د بې پرې پلټنو او د عامو خلکو د خونديتوب لپاره د اغېزمنو ګامونو غوښتنه کړې ده.