د کوهاټ په نواحي غریزه سیمه پایا جواکي کې درې کسان په باراني خوړ کې بهېدلي دي.

 

د ریسکیو سرچینو ترمخه، په بهېدونکو کسانو کې یوه مور، د هغې لور او زوی شامل وو. په پېښه کې مور او لور مړې شوې، خو زوی ژوندي ژغورل شوی دی.

 

د ریسکیو کارکوونکو د دواړو مړو جسدونه او ژوبل هلک مقامي هسپتال ته ورسول، او وروسته یې کورنیو ته وسپارل.