واڼا : د کوز سويلي وزيرستان په مرکزي بازار واڼا کې ،د اګست په ۳مه، د سپر مارکېټ دننه په چاودنه کې ژوبل شوی ځايي ديني شخصيت مفتي جان امير د ټپونو له کبله مړ شوی دی. د پوليسو د لومړنيو معلوماتو له مخې، چاودنه د کور جوړ بارودي موادو په وسيله شوې ښکاري.

 

مفتي جان امير له پېښې وروسته په سخت ژوبل حالت کې د واڼا ضلعي روغتون ته رسول شوی و، خو د درملنې په مهال يې ساه ورکړه.

 

له چاودنې وروسته پوليسو او امنيتي ځواکونو سيمه کلابنده کړې او د پېښې له ځايه يې شواهد راټول کړي دي. د بريد کوونکو د موندلو لپاره پلټنې روانې دي.

 

ځايي سرچينې وايي، چې مفتي جان امير د سرکاري سکول استاد و او د سيمې په جرګو او قبایلي شخړو د هواري په هڅو کې هم برخه اخيسته.

 

د پېښې وروسته په واڼا بازار کې وېره خپره شوې ده. سوداګرو د امنيت د لا ټينګولو غوښتنه کړې ده. تر اوسه کومې ډلې د چاودنې ذمه واري نه ده منلې.