پېښور / لنډي کوتل : د خيبر ضلعې د لنډي کوتل اوسېدونکی او تجربه کار خبریال ،مدثر شاه افریدی، د اګست په ۳مه، په پېښور کې د زړه د ناروغۍ له امله وفات شوی دی.

 

د هغه کورنۍ ویلي، مدثر شاه افریدی له څو لسیزو راهیسې له ملي او نړیوالو رسنیو ادارو سره د خبریال په توګه کار کړی و او د صحافت په ډګر کې د خپلې اوږدې تجربې له کبله پېژندل کېده.

 

کورنۍ وايي، د ارواښاد مړی له پېښور روغتونه لنډي کوتل ته لېږدول کېږي. د جنازې د لمانځه وخت او ځای به وروسته اعلان شي.